AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۵ ۱:۲۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85680282
T T
۰ Persons

Tags

د غزې تړانګې په شمال کې ۶۰ زره فلسطینیان د مرګ له خطر سره مخامخ دي

کابل- ایرنا- د غزې د ژغورنې او مرستې ادارې ویاند په یوه بیان کې ویلي: د غزې تړانګې په شمالي سیمو کې ۶۰ زره فلسطینیان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د غزې د تړانګې د ژغورنې او مرستې د ادارې ویاند محمود بصل چهارشنبه د لیندۍ په ۱۴ مه وویل: د غزې د شمال اوسیدونکو له تیرو شپیتو ورځو راهیسې ښه خواړه او د څښاک پاکې اوبه نه دي ترلاسه کړي.

 هغه زیاته کړه: په بیت لاهیا او نورو شمالي سیمو کې وضعیت ناورین دی او موږ نشو کولی د دې سیمو اوسیدونکو ته روغتیایی او بیړني خدمات وړاندې کړو. بصل وویل: اشغالګر د غزې د تړانګې د شمالي برخې اوسیدونکي نسل وژنه کوي او په دې سیمه کې کورونه د اوسیدو وړ نه دي.

د ایرنا د خبر له مخې، صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې د تروریستي حملو له پیل راهیسې له هیڅ جنایت څخه ډډه نه ده کړې او د نړیوالو قوانینو د رعایت پرته یې ماشومان، ښځې، طبی کارکونکی او خبریالان په نښه کړی دی.

 تل ابیب د نړیوالې ټولنې په سپکاوي او د جګړې د سمدستي بندولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک له پامه غورځولو سره، او د عدالت د نړیوالې محکمې دستورات چې د نسل وژنې د عملونو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي او په غزه کې د ناورین بشري وضعیت ښه کړي، د دې سیمې د اوسیدونکو په وړاندې د نسل وژنې جرمونو ته دوام ورکوي.

 له دغو ټولو جنایتونو سره سره صهیونیسټ رژیم اعتراف کړی دی چې له څه دپاسه یو کال جګړې وروسته تراوسه په دې نه دی توانیدلی چې په دغه جنګ کې خپلو هدفونو ته چې د حماس غورځنګ له مینځه وړل او له غزې تړانګې څخه د صهیونیسټانو د بندیانو ایستل دي، ترلاسه کړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .